د ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبینو د بې پيلوټه کشفي طیارو اجزاوې کشف او تر لاسه کړې 

web_admin

د ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبینو له لوري د هلمند ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې د کشفي راپورونو پر بنسټ  ۵ باله د بې پيلوټه کشفي طیارو اجزاوې، چې پرزه شوي وې او ۹ فيره د راکټ مرمۍ ۸ کړۍ لاسي ماينونه کشف او تر لاسه شول، چې په تړاؤ يې ۴ تنه هم نیول شوي دي.

همداراز د یادې قول اردو زړورو منسوبینو د هلمند ولايت په نهرالسراج ولسوالۍ کې یو عراده رينجر موټر هم ترلاسه کړی دی.