د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند لومړۍ پلې محمد لواء کې بیلابیل وسایط ترمیم شول

web_admin

د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د لومړۍ پلې محمد لواء تخنیکي انجینرانو او تخنیک آمریت پنځم اکمالاتي کنډک په هلو ځلو او ګډې همکارۍ سره (۱٠۲)هاموي ټانګونه، (٧) امبولانسونه او (۱۰)انټرنیشل موټر چې مخکې تخریب شوي وو ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړل.

د لمړۍ پلې محمد لواء مسؤلینو په خپلو خبرو کې وویل چې د یادو ترمیم کړل شوو وسایطو د خونديتوب لپاره منظم پلان لري او د اړتیا په صورت کې به له يادو وسایطو څخه کار واخلي.

ورته مهال د ملي دفاع وزارت ټول هغه وسائط چې ترمیم ته اړتیا لري د ملي دفاع وزارت ټولو قطعاتو او جزوتامونو کې د ترمیم لړۍ روانه ده؛ چې زیات شمیر وسايط یې تر دې دمه ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي.