د اُپراسیون ریاست لومړی مرستیال معرفي شو

web_admin

د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم دید له مخې او د چارو د لا ښه سمون په موخه د یاد وزارت د مسلخ مخکنی رئیس مولوي عبدالکریم "نافظ" د اپراسیون ریاست مرستیال ټاکل شوی وو، نن د ستردرستیز درستیزوال مولوي شبیر احمد"عثماني" له لوري رسماً کارمندانو ته ور پیژندل شو.

دغه مراسمو کې د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر رئیسانو او مسؤلینو ګډون کړی وو، مسؤلینو په وینا کې نوی مرستیال ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو د بریالیتوب هیله وکړه، همدا راز نوي مرستیال مسؤلینو ته د ښه خدمت کولو ډاډ ورکړ.