د ۳۱۳ مرکزي قول اردو منسوبینو ۳ تنه غله ونیول

web_admin

 
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د سروبي درېیمې پلې لوا دویم کنډک زړورو مجاهدینو د سروبي ولسوالۍ اړوند د نغلو په مربوطاتو کې د کابل جلال آباد پر لویه لار ۳ تنه غله ونیول.

له نوموړو غلو څخه یو عراده ټوډي موټر، یو میل کلاشینکوف او  یو میل تفنګچه نیول شوي دي، او تر نورو څېړنو لاندې دي.