د ۲۰۳ منصوري قول اردو د دوهمې سرحدي لواء په ورکشاپ کې (۳۱) نظامي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول

web_admin

د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند دوهمې سرحدي لواء کې (۳۱) نظامي وسايط د یادې سرحدي لواء د مسؤلینو په هدایت سره ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.

دغه وسایطو کې۲۲ هاموې ټانکونه، ۵ انټرنیشنل موتر او ۴ رینجر موتر شامل دي، چې د یادې لواء په تخنیکي  ورکشاپ کې تازه ترميم شول.

د یادولو وړ ده چې له دې څخه مخکې هم زیات شمیر غیر فعال وسایط د یادې لواء د تخنیکي ټیم له خوا ترميم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي وو.