د ستر درستیز د عقیدتي او فرهنګي چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو

web_admin

د ا.ا.ا رهبري د لزوم دید له مخې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدلو وزارت د نظامي چارو مخکنی معین شیخ عبدالرحمن "منیر" د ستردرستیز د عقیدتي او فرهنګي چارو ریاست لپاره ټاکل شوی وو، نن د یاد وزارت د ستراتیژي او پالیسۍ معین مولوي محمد قاسم "فرید" له لوري رسماً خپلو منسوبینو ته ور وپېژندل شو.

دغه مراسمو کې د مسلحو ځواکونو لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق"، د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله "حکیمي"، د یاد وزارت د دفتر رئیس او ګڼ شمیر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.

مسؤلینو نوي رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او زیاته یې کړه چې تغیر او تبدیل د امارت یو اصل دی او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه، همداراز نوي رئیس ډاډ ورکړ چې خپل خدمت به په ښه شکل ترسره کوي.