د ملي دفاع وزارت تخنیکي ټیم په هلمند ولایت کې دوه تنه ماشومان وژغورل

s.mohmand

تېره شپه او نن سهار د هلمند ولايت په مارجې او سنګين ولسواليو کې په دوو ورته پېښو کې دوه ماشومان (يو هلک او يوه نجلۍ) په ژورو څاګانو کې لوېدلي وو، د ملي دفاع وزارت د تخنیکي ټیم له لوري وژغورل شول.

د یاد وزارت تخنیکی ټیم د عملیاتو په پایله کې دواړه ماشومان ژوندي له څاه څخه را ایستل شوي، چي له بده مرغه هلک له ژغورلو وروسته مړ شوی او د ژغورل شوې نجلۍ صحت د ډاډ وړ دی.

د ملي دفاع وزارت د دغه ماشوم کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او یو ځل بیا له خپلو ګرانو هېوادوالو غواړي چې د دا ډول پېښو د مخنیوي په خاطر د خپلو ژورو څاګانو سرونه بند کړي.