په ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې ۶۰ تنه مجاهدین فارغ شول 

web_admin

د ملي دفاع وزارت د ۲۰۷ الفاروق قول اردو اړوند په سرحدي لوا کې ۶۰ تنه مجاهدین له نظامي او مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو مراسمو کې د یادې قول اردو قوماندان مولوي نصرالله "مطیع" ګن شمېر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون درلود.

مولوي نصرالله "منصور" پخپله وینا کې فارغان خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او زیاته یې کړه چې د ټولو مسلمانانو امېدونه تاسو ته دي، له هر ډول وسلو سره ځانونه بلد کړئ.

همدا راز په دغو مراسمو کې عملي تمرینات او مانورونه هم تر سره شول او فارغ شوي مجاهدین د غرب زون په سرحداتو کې ځای پر ځای شول.