په ۲۰۹الفتح په قول اردو کې له ۵۰۰ تنو مجاهدینو څخه ازموینه  واخیستل شوه

s.mohmand

د ۲۰۹ الفتح قول اردو په ښوونیز مرکز کې د ځانګړي ځواک د شاملیدو لپاره له ۵۰۰ تنو مجاهدینو څخه د مسؤلینو په حضور کې ازموینه واخیستل شوه.

د غه ازموینه کې د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ مرستیال مولوي ممتاز احمد "عمری"، ورسره مل پلاوي او د یادې قول اردو یو شمیر مسؤلینو ګډون درلود.

په یاده ازموینه کې به بریالي کسان له شرایطو پوره کولو وروسته د ملي دفاع وزارت په ځانګړي ځواک کې د روزنې لپاره داخل شي.