په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې ۲۰ عرادې چایندار ټانګونه ترمیم شول
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د دوهمې پلې لواء اړوند په درېیم زرهدار کنډک کې ۲۰ عرادې چایندار ټانکونه چې له فعالیت څخه لوېدلي وو، ترميم او محاربې ته اماده شول.
د ۳۱۳مرکزي قول اردو قوماندان الحاج ملا امیرخان "حقاني" د یادو مجاهدینو هڅې وستایلې او د بیت المال ساتنې اړوند یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.