په ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې ۶۰ عرادې بېلابیل ډول وسایط ترمیم شول

s.mohmand

د هرات ولایت په ۲۰۷ الفاروق قول اردو لومړۍ لوا درېبم کنډک کې د تخنیکي او مسلکي انجینرانو له لوري ۶۰ عرادې بېلابیل ډول وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.

په دغو وسایطو کې ضربتي او هاموي ټانکونه، انټرنیشنل، امبولانس او کِرن شامل دي، چې د هرات ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې غیر فعال وو، د دوهم ځل لپاره فعال او ترمیم شول.

د درېیم کنډک قوماندان صابر اغا د تخنیکي او مسلکي انجینرانو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې موږ او تاسو باید بیت المال ته پوره توجو وکړو او د هغوی ساتنه وکړو.