د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه ۴۸۰ تنه مجاهدین فارغ شول
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه ۴۸۰ تنه مجاهدین له درې میاشتني مسلکي (توپچي، دف هوا او خفیفه اسلحو) زده کړو ترلاسه کولو وروسته نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
غونډه کې د هرات ولایت والي شیخ مولوي اسلام جار او نورو مسؤلینو هر اړخیزې ویناوې وکړې او مجاهدین یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل چې مجاهدین باید د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او له نوې عصري ټکنالوژۍ سره پوره بلدتیا ولري تر څو د هېواد له سرحداتو او ځمکنۍ بشپړتیا، ارضي تمامیت څخه په ښه توګه دفاع وکړي.
د یادونې وړ ده چې د ملي دفاع وزارت په ټولو قول اردوګانو جزوتامو او قطعاتو کې د مجاهدینو په مسلکي ډول روزل دوام لري.
دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر مشرانو، قومندانانو، مسؤلینو، علماء کرامو او مجاهدینو ګډون درلود، په پای کې د فارغ شویو مجاهدینو له لوري نظامي حرکات او تشریفات په منظم ډول ترسره شول او تصدیق پاڼې یې هم ترلاسه کړې.