د هوايي ځواک مجاهدینو له لوري په واورو کې بند پاتې ایراني انجینران وژغورل شول
څلور تنه ايراني انجنيران چې هرات ولايت د خواف – هرات رېل پټلۍ د تخنيکي ارزونې په موخه یاد ولایت ته داخل شوي وو، تیره ورځ د هرات ولايت په «دشت شمتیغ» کې له پنځو تنو مجاهدينو سره يوځاى د بېرته راتګ پر مهال په لاره کې د سختو واورو وریدو له امله بند پاتې شول، له نېکه مرغه دوی د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواک د مجاهدینو او رېل ګاډي پټلۍ ادارې په همکارۍ ډېر ژر وژغورل شول او د له منځه تللو څخه یې مخنیوی شوه.
ملي دفاع وزارت په ډېره ژمنتیا او اخلاص سره د ښه خدمت لپاره له هیڅ ډول همکارۍ او هلو ځلو څخه ډډه نه کوي.