د اسلامي امارت رهبرۍ د فرامینو او د عقیدتي پوهاوي په موخه ملي دفاع وزارت کې غونډه تر سره شوه
نن د ملي دفاع وزارت په مقر کې د عقیدتي زده کړو او پوهاوي د سلسلې په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت د عقیدتي او فرهنګي چارو ریاست د اصلاحي فوق العاده ښوونو د پرمخ وړلو په موخه؛ د امیر المؤمنین (حفظه الله) د لارښوونو، فرمانو د پلي کولو، اطاعت او فرمان بردارۍ، نظم، ډسپلین او پاکۍ په تړاو درسونه تر سره شول، په دغه غونډه کې د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز منسوبینو او کارمندانو ګډون درلود.
همدا راز په دغه جلسه کې د ملي دفاع وزارت د عقیدتي او فرهنګي چارو رئیس مولوي نور محمد «متوکل» د اسلامي اردو منسوبینو د مسؤلیتونو او مکلفیتونو په تړاو خبرې وکړې او د امیر المؤمنین (حفظه الله) د لارښوونو، فرمانونو د پلي کولو او اطلاعت په اړه حاضرینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.