ملي دفاع وزارت د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ د ۴ ولایتونو لپاره کمېساران وټاکل شول
د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ د اسلامي پوځ په لیکو کې د وړ کسانو د ګمارلو او د هېواد د ولایتي کمېساريو د بیا فعالولو په موخه؛ د پکتیکا، خوست، پکتیا او غزني ولایتونو لپاره نوي کمېساران وګمارل او معرفي کړل.
د ملي دفاع وزارت له خوا ټاکل شوی پلاوی، چې مشري يې د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ مرستيال کوي، يادو ولایتونو ته سفر کړی او سیمه ییزو چارواکو ته یې کمېساران ور وپېژندل.
له بل لوري دغه پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه لېدنه وکړه او مسؤلینو ته یې د نورو کمېساريو د بیا فعالولو او تجهیزولو ډاډ ورکړ.