د ملي دفاع پوهنتون د پوځي ملي نظامي اکادمۍ محصلینو په تړاو د ملي دفاع وزارت خبرتيا
د ملي دفاع پوهنتون د پوځي ملي نظامي اکادمۍ محصلینو او د هندوستان او روسیې هېوادونو د بورسیو فارغانو ته خبر ورکول کیږي، چې د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د سهار په ۸:۰۰ بجو د ملي دفاع وزارت د مشرتابه د امریه سره سم، د درسونو پیل او ارتقا په هکله، د ملي دفاع پوهنتون د پوځي ملي اکادمۍ قوماندانۍ ته حاضر شي.