د ملي دفاع سرپرست وزير لويديځ زون ته د خپل سفر په بهير کې د ډيورنډ له فرضي کرښي ليدنه وکړه
د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب «مجاهد» لويديځ زون ته د خپل سفر په بهير کې کندهار ولایت ته لاړ او د ۲۰۵ البدر قول اردو د رهبرۍ په ملتيا يې د ډيورنډ په اوږدو کې له فرضي سرحدي کرښې لیدنه وکړه.
همدا راز د ملي دفاع سرپرست د دغه سفر په لړ کې د شملزو، معروف، ارغستان، بولدک، ريګستان، او ښورابک کنډکونو د لیدنې تر څنګ د سيمه ييزو منسوبينو ستونزې او وړانديزونه واوريدل.
د ملي دفاع سرپرست وزیر په دې سفر کې د لويديځ زون په ځانګړي توګه د ډيورنډ فرضي سرحدي کرښې د لا ښه امنيت په اړه ټينګار وکړ او اړوندو مسوولينو ته یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.