د «عمرثالث» په نوم د يوې نوې نظامې فرقې جوړيدل
د ملي دفاع وزارت مشرتابه په وړانديز او د اسلامي امارت د لوړ مقام په منظورۍ په بدخشان ولايت کي د «عمر ثالث» په نوم يوه نوې نظامي فرقه تشکيل او فعاليت يې پيل کړ.
د وسلوال پوځ لوى درستيز قاري فصيح الدين "فطرت" په فيض اباد کې د يادې فرقي د پيژند غونډې په هغه مراسمو کې ګډون کړى وو، چې په ترڅ کې ملا حافظ الدين "عقاب" د قوماندان په توګه، مولوي عبدالرحمان "عماد" مرستيال او مولوي محبوب الله "حامد" د دې فرقې د درستيزوال په توګه معرفي کړل.