د وسلوال پوځ لوی درستیز د اسلامي امارت ۴۵۰ تنو تازه دمو سرتیرو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین "فطرت" چې د پکتیا ولایت په «المنصوري» قول اردو کې د اسلامي امارت د ۴۵۰ تنو تازه دمو سرتیرو د فراغت په مراسمو کې ګډون کړی وو، وویل: د هرې ورځې په تیریدو سره د اسلامي امارت لیکې د ښوونې او روزنې له اړخه منظم او د پرمختګ په حال کې دي، چې دا په هېواد کې د یوې پیاوړې او خپلواکې اردو جوړونې ته زموږ د مشرتابه د کلک هوډ څرګندونه کوي. هغه فارغان چې د "منصوري" قول اردو په دوهمه او دریمه سرحدي لوا کې په دندو بوخت دي، شپه او ورځ د دښمنانو د شکمنو خوځښتونو پر وړاندې مبارزې ته چمتو دي.