د عزم قول اردو څخه د اسلامي امارت ۱۲۰ سرتیري فارغ شول

د هلمند عزم قول اردو د «شوراب » حمایوي کنډک له ښوونیز مرکز څخه د اسلامي امارت ۱۲۰ تنه سرتیري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته فارغ شول، ټاکل شوې ده، چې دغه تازه دمي ځواکونه به د هلمند ولایت اړوند په دندو وګمارل شي.
د دغو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې د عزم قول اردو قوماندان ملا شریف الدین «تقي» هم ګډون درلود او د هغوی ستاینه یې وکړه.