د منصوري قول اردو قوماندان د سیمه ایزو لوا ګانو له مسوولینو سره وکتل 

s.mohmand

د پکتیا منصوري قول اردو قوماندان مولوي محمد ایوب «خالد» د دې قول اردو اړوندو شپږګونو لوا ګانو له مسؤلینو سره ګډه غونډه تر سره کړه.
په دې کتنه کې د یادې قول اردو قوماندان د شپږګونو لوا ګانو امنیتي وضعیت د ارزونې تر څنګ د مسؤلینو وړاندیزونه او ستونزې واوریدې او د پرسونل ته دښې ښوونې، روزنې او خلکو ته د ډاډمن امنیت په راوستلو کې لازمې سپارښتنې وکړې.