د هېواد پلازمېنې او ولایتونو د قول اردوګانو نومونو د بدلون په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مشرتابه په لارښوونه د اسلامي اردو په تشکیلاتو کې د قول اردوګانو نومونه په لاندې توګه اعلانیږي:
۱- د کابل قول اردو چې مقر یې په کابل کې دی، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو په نوم ونومول شوه
۲- د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چې مقر یې په لغمان کې دی، د خالد ابن ولید قول اردو په نوم ونومول شوه
۳- د ۲۰۳ تندر قول چې مقر یې په پکتیا کې دی، د منصوري قول اردو په نوم ونومول شوه
۴- د ۲۰۵ اتل قول اردو چې مقر یې په کندهار کې دی، د البدر قول اردو په نوم ونومول شوه
۵- د ۲۰۷ ظفر قول اردو چې مقر په هرات کې دی، د الفاروق قول اردو په نوم ونومول شوه
۶- د ۲۰۹ شاهین قول اردو چې مقر يې په بلخ کې دی، د الفتح قول اردو په نوم ونومول شوه
۷- د ۲۱۵ میوند قول اردو چې مقر یې په هلمند دی، د عزم قول اردو په نوم ونومول شوه
۸- د ۲۱۷ پامیر قول چې مقر یې په کندز کې دی، د عمري قول اردو په نوم ونومول شوه