هلمند کې۱۹ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار" سورګدر، بولان او قلعه مختار" اړوند سیمو کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې ۱۹ ترهګر طالبان ووژل شول او د سنګین ولسوالۍ لپاره د ترهګرو تش په نوم ولسوال "ملاعبدالاحد" په ګډون ۱۰ نور ټپیان شول.
همداراز د ترهګرو یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه وړل شوي.