کندهار کې ۱۲ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت مرکز شپږمې او پنځلسمې حوزې اړوندو سیمو کې چاڼیز عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې ۱۲ ترهګر طالبان ووژل شول او ۵ تنه نور ټپیان شول.

همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن ۳ موټر سایکل، ۲ پټنځایونه او ۳ میله بیلابیل ډول وسلې له منځه یوړل شوې.