کاپيسا کې د طالبانو ۳ مهم قوماندانانو په ګډون د ۱۸ ترهګرو وژل کیدل

s.mohmand

تېره ورځ، دفاعي، امنیتي او کومانډو ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ، د کاپیسا ولايت تګاب ولسوالۍ " صالح" کلي کې او نجراب ولسوالۍ " افغانیه " دره کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې د طالبانو ۳ مهم قوماندانانو په ګډون د ۱۸ ترهګرو ووژل شول، ۲۴ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن ۱ موټر یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.