کونړ کې ۱۱ طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

s.mohmand

تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د کونړ ولایت اسمار ولسوالۍ اړوند «برولو خوړ» او «پیرانو غونډۍ» سیمو کې طالب ترهګر په نښه کړل.

چې په پایله کې ۵ طالب ترهګر ووژل شول او ۶ تنه نور ټپیان شول.

همدا راز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.