کندهار کې هوایي ځواکونو د طالب ترهګرو پر تجمعاتو هدفمند برېدونه تر سره کړل
نن سهار، هوایي ځواکونو د کندهار ولایت ډنډ ولسوالۍ اړوند د طالب ترهګرو تجمعات په نښه کړل.
چې په پایله کې ۶ طالب ترهګر ووژل شول او ۳ تنه ټپیان شول.
همدا راز په دې برېدونو کې د دښمن ۳ موټرونه, یوه اندازه وسلې, مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.