د بدخشان فیض اباد پراخې سیمې د طالبانو له شتونه پاکې شوي

s.mohmand

تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ، د بدخشان ولایت مرکز " فیض اباد " اړوند کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.

په پایله کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې چې ديری کسان یې چيچني، ازبکستاني او پاکستاني دي.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه وړل شوي دي.

دفاعي او امنیتي ځواکونو دغو عملیاتو کې د یاد ولایت ګرګ کشان، لایابه، چکولچ، کجي خم، د فیض اباد ښار شورابک ښار شاوخوا سیمې د ترهګرو له شتونه پاکې شوي دي.

دغه ولایت کې د ترهګرو پروړاندې چاڼيز عملیات دوام لري...