د کابل ګډ محاربوي ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۵۱۴ تازه دمو سرتېرو فارغیدل

د کابل ګډ محاربوي ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۵۱۴ تازه دمي سرتیري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته نن فارغ شول. دغو کسانو د یاد ښوونیز مرکز قوماندانانو، چارواکو، افسرانو، برید ملانو او سرتیرو په شتون کې د فراغت سند ترلاسه کړل.
همداراز دغو مراسمو کې دکابل ګډ ښوونیز محاربوي مرکز سرپرست قوماندان عبدالظاهر “بارز”وویل: ځوانانو او درنو همسنګرانو تاسې چې اوس د پوځي باعزته او با شرفه جامې مو چې په ځان کړي دي، تاسې د ټولنې د خلکو او زموږ هیله او ارزو یاست، د دې مسولیت سره دخلکو مال او ځان ساتنې په برخه به مهم رول لرې او د خلکو ټول امېد تاسې یاست.
همدا راز تازه فارغ شویو سرتیرو وویل، موږ د خپل هېواد او خلکو دفاع او ساتنې ته ژمن یو، هېچا ته اجازه نه ورکوو چې هغوی ته زیان ورسوي.