د بدخشان په بهارک کې ۳۰ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

نن وروسته له غرمې، دفاعي او امنیتي ځواکونو د بدخشان ولایت “بهارک" ولسوالۍ کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې ۳۰ ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.

همداراز د ترهګرو طالبانو زیاته اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه وړل شوي.