ننګرهار کې د ترهګرو طالبانو ۲ مهم غړو وژل کیدل
تیره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت "حصارک" ولسوالۍ اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې د ترهګرو طالبانو ۲ مهم غړي ووژل شول. همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات له منځه وړل شوي دي.
د دې ترڅنګ یادې ولسوالۍ کې چې ترهګرو ۸ کړۍ ماینونه ځای پرځای کړي وو، د دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري کشف او شنډ شول.