هلمند کې دطالبانو تش په نامه ولسوال په ګډون ۳ ترهګر ووژل شول
نن سهار دفاعي او امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ"سربند" سیمه کې ترهګرو طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې د نهرسراج ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال " ملاعبدارحیم ظهیر" په ګډون، ۳ ترهګر ووژل شول.
د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.