کندهار کې د ۳۶ طالبانو وژل کېدو سره د لښکرګاه - کندهار عمومي لاره په بشپړ ډول پرانیستل شوه
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د کندهار ولایت میوند او ژیړۍ ولسوالیو کې طالبانو پروړاندې هدفمند عملیات ترسره کړل.
په پایله کې ۳۶ طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.
وسله والو طالبانو دغې لويې لارې کې ماينونو د ځای پر ځای کولو سربېره، پلونه او پلچکونه په بمونو ویجاړول او د ملکي خلکو مسافرو د تګ و راتګ لپاره يې ګڼ شمېر ستونزې رامنځ ته کولې.
دغه لار نن د دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري په بشپړ ډول د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې لسګونه پلونه او پلچکونه چې د وسله والو طالبانو لوري په بمونو ویجاړ شوي، د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري رغول شوي او لسګونه ماينونه کشف او شنډ کړل شوي.
د یادونې وړ ده چې لښکرګاه دو راهي تر کندهار عمومي لاره د ترهګرو له شتونه پاکه شوې.