بغلان کې د طالبانو دوه مهم غړو په ګډون ۵ ترهګر ووژل شول
تېره شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ"شهر کهنه" او د بغلان- سمنګان "چشمه شېر" سیمه کې طالبان په نښه کړل.
دغو عملیاتو په پایله کې د طالبانو دوه مهم غړي"قاري مجید" یادې ولسوالۍ لپاره تش په نامه ولسوال او "قاري احسان الله" مشهور په یاسر په ګډون ۵ ترهګر ووژل شول او ۹ نور ټپیان
شوي دي او یو کس یې ژوندی نیول شوی.
همداراز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.