مېدان وردګو ولایت کې د ۶ ترهګریزو بریدونو مخه ونیول شوه

s.mohmand

تېره ورځ ترهګرو طالبانو د مېدان وردګو ولایت  جلریز ولسوالۍ د مېدان ښار لارې"چارکه" سیمه  کې دملکي او پوځي کسانو د وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه  ۶ بېلابېل ډول ماینونه ځای پرځای کړي وو.

خوشبختانه دملي اردو ځواکونو له لوري کشف، خنثی شول، د دغو ماینونو مخنیوي سره لسګونو کسانو ژوند وژغورل شول.