د هېواد هوایی ځواک د پوځي چورلکې بېړنۍ ناستې په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه
نن ماښام ۶:۳۵ د هوایي ځواک یوه بلاک هاک چورلکه د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ اړوند سېمه کې د تخنیکي ستونزې له امله بیړنۍ ناسته تر سره کړه.
له نیکه مرغه د دغې چورلکي پرسونل ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
ملي دفاع وزارت د دې چورلکې بیړنۍ ناستې په اړه پلټنه کوي.