په مارشال فهیم دفاعي پوهنتون کې د ۲۹۵ تنه ځوانو افسرانو د لوړې مراسم تر سره شول

د مارشال فهیم دفاعي پوهنتون په سنهارس ملي اکاډمۍ کې د ۲۳ تنه ښځینه وو په ګډون، ۲۹۵ تنه ځوانو افسرانو د یو کال تکتیکي او محاربوي زده کړو وروسته، نن د ښوونې او روزنې د عمومي قوماندان، د مارشال فهیم دفاعي پوهنتون قوماندان، د سنهارس اکاډمۍ قوماندان، د غوڅ ملاتړ استازو، جنرالانو، افسرانو او د ملي اردو منسوبینو په شتون کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ لوړه ترسره کړه.
دې افسرانو ژمنه وکړه چې د هیواد له ملي او اسلامي ارزښتونو به ساتنه کوي، په هر حالت او د دې خاورې په هر ګوټ کې به چوپړ ته چمتو وي.