بلخ کې ۶ طالبان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ اړوند په «سه جوي» سېمه کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې، ۶ طالبان ووژل شول، ۳ تنه ټپيان، د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.
همدا راز طالبانو د ترهګریزو کړنو په موخه د یادې ولسوالۍ په «علم خیل» سېمه کې یو سوف کیندلی وو، چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا ویجاړ شو.