د ننګرهار - حصارک او شېرزادو لاره په بشپړ ډول پرانیستل شوه

s.mohmand

دفاعي او امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت حصارک او شېرزادو ولسوالیو عمومي لارې کې چاڼیز عملیات ترسره کړل.

دغو عملیاتو کې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د دغو ولسوالیو پراخې سیمې د طالبانو له شتونه پاکې شوي.

طالبانو دغې لويې لارې کې د ملکي خلکو مسافرو د تګ و راتګ لپاره يې ګڼ شمېر ستونزې رامنځ ته کولې.

دغه لار نن د دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري په بشپړ ډول د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

همداراز دغو سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.