په کابل کې د هوايي ځواک د څلور تنه شهیدانو جنازې مراسم د ملي دفاع وزارت د مشرتابه په شتون کې تر سره شول

s.mohmand
Fri, Mar 19 2021 10:51 AM
په کابل کې د هوايي ځواک د څلور تنه شهیدانو جنازې مراسم د ملي دفاع وزارت د مشرتابه په شتون کې تر سره شول

د شهید عبدالکریم رحیمي, شهید فضل الوهاب امیري, شهید محمد انور عمر او شهید محفوظ نیکزاد جنازې مراسم د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست شاه محمود میاخیل, د وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء, جنرالانو, افسرانو او د شهیدانو د کورنیو د محترمو غړو په شتون کې نن د سردار محمد داود خان په روغتون کې تر سره شول. د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د بهسودو ولسوالۍ د پیښي قربانیانو کورنیو د غړو سره د خواخوږۍ او ډاډګیرنې تر څنګ د هېواد دفاع, د خلکو مال او ځان ساتنې په لار کې د یادو شهیدانو څخه قدرداني او ستایینه وکړ.

شاه محمود میاخیل ټینګار وکړ چې د ملي دفاع وزارت تل د ملي اردو شهیدانو د کورنیو تر څنګ دي او په شته امکاناتو سره به د دوي ستونزو ته رسیدنه کوي.

همدا راز د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ټینګار وکړ چې د بهسودو ولسوالۍ د پیښې عاملین به سخت مجازات شي.

د وسلوال پوځ لوی درستیز په خپلو خبرو کې وویل: هغه کسانو چې د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند, تېره شپه زموږ همسنګران او د افغانستان ریښتني بچیان په شهادت ورسول؛ د پیښې په تړاو به جدي څیړل کیږي او دا بده کړنه به بې ځوابه پاتې نه شي.

هر هغه څوک چې افغان دفاعي ځواکونو سره جګړه کوي, د دښمن په څیر به ور سره چلند کیږي او وبه ځپل شي.

Latest news

Sun, Jan 26 2025 6:10 PM
Background image

The Acting Minister of National Defense Met with The Iranian Foreign Minister and his Accompanying Delegation

Mawlawi Mohammad Yaqoob “Mujahid,” Acting Minister of National Defense, hosted Iranian Foreign Minister Sayed Abbas Araghchi along with his delegation in his office today.

During the. . .

Thu, Jan 23 2025 3:44 PM
Background image

The Deputy Ambassador of Qatar met with the Defense Minister of the Islamic Emirate of Afghanistan.

Mawlawi Mohammad Yaqoob "Mujahid" Minister of National Defense of the IEA, received the Deputy Ambassador of Qatar, Mr. Murdaf al-Qashouti, at his office in Kabul today.

He appreciated. . .

Wed, Jan 22 2025 5:06 PM
Background image

Mawlawi Mohammad Yaqoob “Mujahid”, Acting Minister of National Defense, Meets with Saudi Ambassador

The Acting Minister of National Defense held a meeting with Mr. Faisal Talaq al-Baqmi, the Royal Ambassador of Saudi Arabia to Kabul at his office today.

During this meeting, the. . .

BACK TO NEWS