ملي اردو په ختیځ زون کې د طالبانو تر ټولو لوی مرکز ونیوه
تېره ورځ کومانډو ځواکونو د عملیاتو په دوام د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو د سوق او ادارې تر ټولو لوی مرکز تر خپل کنټرول لاندې را وسته, وسلې او تجهیزات یې لاسته راغلل او د طالبانو یوه اندازه نشه یي توکي له منځه یوړل.
طالبانو له همدې مرکزه په ختیځ زون او په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې ترهګریز بریدونه طرحه او ترسره کول.