ملي اردو ځواکونو په هلمند کې د ۲۵ ترهګریزو بریدونو مخنیوی وکړل

s.mohmand

ملي اردو ځواکونو د پوځي عملیاتو په دوام سره نن هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ کې د طالبانو ترهګریز بریدونو مخه ونیوله.

ترهګرو طالبانو غوښتل ۲۵ کړۍ ماینونه یاد ولایت ناوې ولسوالۍ په  بیلابیلو سیمو کې دفاعي، امنیتي ځواکونو او دملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړي، د ملي اردو  ځواکونو  د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او خنثی شول.

هېواد دفاعي او امنیتي ځواکو دغو چاودنو  مخنیوي سره لسګونو هېوادوالو  ژوند وژغورل شول.