کندهار کې ۱۱ طالبان ووژل شول
هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ "بابر ښوونځي او بابر " اړوند سیمه کې طالبانو په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۱طالبان ووژل شول او ۴ ټپيان شول، همدا راز یاده سیمه د دښمن له شتون څخه پاکه شوې، بابر ښوونځی ډير وخت د زده کوونکو پرمخ تړل شوی وو اوس پرانیستل شوی دی.
د طالبانو یو موټر سایکل او یوه اندازه وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي دي.
همدا راز ۱۴ کړۍ ، ماینونه چې طالبانو په بیلابیلو سیمو کې دفاعي، امنیتي ځواکونو او دملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړی وو، د ملي اردو ځواکونو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شول.