کندهار کې ۱۱ طالبان ووژل شول

s.mohmand

هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ کندهار ولایت ارغنداب  ولسوالۍ  "بابر ښوونځي او بابر  " اړوند سیمه کې طالبانو په نښه کړل.

چې   په پایله کې ۱۱طالبان ووژل شول او ۴ ټپيان شول، همدا راز یاده سیمه د دښمن له شتون څخه پاکه شوې، بابر ښوونځی ډير وخت د زده کوونکو پرمخ تړل شوی وو اوس پرانیستل شوی دی.

د طالبانو یو موټر سایکل او یوه  اندازه وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي دي.

همدا راز  ۱۴ کړۍ ، ماینونه چې طالبانو په  بیلابیلو سیمو کې دفاعي، امنیتي ځواکونو او دملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړی وو، د ملي اردو  ځواکونو  د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شول.