په کندهار کې ۱۸ طالبان ووژل شول
دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړل, چې په ترڅ کې, ۱۸ طالبان ووژل شول او ۹ تنه نور ټپيان شول.
همدا راز طالبانو د ملکي خلکو د وژلو په موخه د عمومي او فرعي لارو په اوږدو کې, ۲۰ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو, چې د ملي اردو ځواکونو له خوا کشف او شنډ شول.