د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په تړاو د ملي دفاع وزارت خبرتیا

s.mohmand

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر او د وسلوالو ځواکونو د اعلی سر قوماندان محمد اشرف غني د لار ښوونو سره سم د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ په منزرې سېمه د ملکي وګړو د شهادت په تړاو د پيښې د څیړنې په موخه د ملي دفاع وزارت د کشف او استخباراتو رییس برید جنرال عبدالقیوم سالارزي په مشرۍ پلاوی وټاکل شو او یاد ولایت ته ولاړ.

د جلالتماب ولسمشر په لارښوونه، پلاوی به د پیښې اړه هر اړخیزه پلټنه وکړي او د ملي دفاع وزارت چارواکو ته به بشپړ راپور وړاندې کړي.