د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ ډیری سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو تیره شپه د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د دشت ارچي ولسوالۍ ډیری سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړې او دغې ډلې ته یې درانه تلفات واړول.
اوس عملیات په جدي توګه دوام لري او امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او ډیر ژر به پاتې سیمې هم د طالبانو له شتون څخه پاکې شي.