د ملي دفاع وزارت خبرتیا
د پرسونل او تعلیماتو معینیت د ښوونې او روزنې د سترتوب خبرتیا
د ملي دفاع وزارت په پام کې لري چې (۴۰) تنه ځوانان د دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه د لیسانس په کچه فارغ شوي وي د هندوستان پوځي اکاډمۍ (IMA- Indian Military Academy) ته د (۱۸) میاشتو لپاره واستوي چې د فراغت څخه وروسته د دوهم بردمنۍ رتبه ورکول کیږي او په لاندې شرایطو وړ کسان استول کیږي:
- عمر یې له ۱۹ تر ۲۴ کلونو پورې وي
- په انګلیسي ژبه پوره وړتیا ولري
- فزیکي او رواني روغتیا يې ښه وي
هیله مند یو چې د نوم لیکنې د پاره د تابعیت تذکره، د لیسانس سند او دوه قطعې عکسونو سره د ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې له (۵) نیټې څخه تر (۱۵) نیټې پورې د مرکزي زون د جلب او جذب قوماندانۍ کمیساریو ته ورشي.
د اړتیا په وخت کې د لاندې شمیرو سره اړیکه ونیسئ.
۰۲۰۲۶۱۴۰۸۵/۰۲۰۲۶۶۱۷۰۳