د ملي اردو د څو زړورو سرتیرو د شهادت په اړه د ملي دفاع وزارت اعلامیه

s.mohmand

نن له غرمې وروسته یوه ځانمرګي بریدکوونکي چې چاودیدونکي توکي یې په یوې لارۍ موټر کې ځای په ځای کړي وو د میدان وردګو ولایت د «سیداباد» ولسوالۍ د جغتو د دوراهۍ په سیمه کې د ملي اردو د موټرو په یوه کاروان برید ترسره کړی دی، چې متاسفانه په دغه ترهګریز برید کې د ملي اردو اته سرتیري په شهادت رسیدلي او نهه نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت رهبري د شهیدانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او له لایزال رب نه شهیدانو ته د جنت الفردوس استدعاء او ټپیانو ته د عاجلې او کاملې شفاء غوښتنه کوي.