په بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو شوم پلان د تطبیق مخنیوی وشو چې په پایله کې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور یي ټپيان شوي دي

s.mohmand

تیره ورځ وسله والو طالبانو د بلخ ولایت د «چمتال»او «چهاربولک» ولسوالیو د «فولاد»، «ارزګاتی» او «چک شیراحمد» په سیمو کې پر ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د برید پلان درلود.

د هیواد ملي دفاعي او هوایی ځواکونو د یاد پلان د عملي کیدو مخنیوی وکړ چې په پایله کې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور يې ټپيان شوي دي.